د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو (۱۵۳) تنو زده کوونکو ته مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Mon, Feb 17 2025 1:47 PM
mmd

د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۵۳) تنو زده کوونکو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې وریجې، لوبیا، بوره او نور مواد شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل، په ورته وخت کې هر مستحق ته (۷۱۶۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې‌.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئيس محترم ملا رحمت الله خالد، د برنامو او همغږۍ آمر محترم مولوي حفیظ الحق عمري، د فني او حرفوي زده کړو د آمریت سرپرست محترم غلام مرتضی رستمي، د ټولنیزو چارو خدمتونو د تنظیم رياست استازي محترم شیرین آغا او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې مسؤلينو هم شتون درلود.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS