د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Feb 10 2025 12:17 PM
mmd

د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو او مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم علي خان احمدي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي، د سلسلې مراتب مراعاتولو، د دندو لایحو او کاري پلان سره سم د وسپارل شويو چارو د ترسره کولو او د نورو په چارو کې د مداخلې مخنیوي په هکله تفصیلي خبرې وکړې.

همداراز د یتیمانو، کونډو او معلولینو د بایومټریک پروسې د چټکولو لپاره او د مراجعینو سره د ښه سلوک او مناسبې رویې په هکله هم کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS