د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او په کار یې پېل وکړ

محترم علي خان احمدي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ د لزوم دید او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او په کار یې رسماً پېل وکړ.
د بامیانو ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي طلحه د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوي ګمارل شوي رئیس ته مبارکي وویله او په ښه ډول د چارو په ترسره کولو کې نوموړي ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، هغه همداراز وویل: دولتي مسؤلین د خلکو په وړاندې دروند مسؤلیت لري او په کار ده چې د ورسپارل شوو مسؤلیتونو په ترسره کولو او خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.
نوموړي د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د پخواني رئیس فعالیتونه او کړنې هم وستایلې.
محترم علي خان احمدي د معرفي په مراسمو کې په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او وې ویل: د دندو ترسره کول یو امتیاز نه، بلکه یو لوی مسؤلیت دی او د خدای جل جلاله په توکل سره به د ټولنې دې زیانمن قشر ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې پوره هڅه او کوښښ وکړم.