د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Wed, Jan 22 2025 1:05 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او خوندیتوب په موخه، د افغانستان لپاره د إنارة خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند د نواحیو او ولسوالېو پر زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو او بیوزله ماشومانو باندې ژمنې مرستې چې په هغه کې د ماشومانو البسه او کمپلې شاملې وې، په شفاف او منظم ډول ووېشلې.

یادې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د پر مختیایي پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب عبیده او د مؤسسې مسؤل محترم اکرام الله صافي په شتون کې پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS