د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو تخنیکي پلاوي د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي برېښنایي سیسټم د څارنې په موخه سمنګان ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Tue, Jan 07 2025 9:40 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست د ام، آی، اس سیسټم آمر محترم انجنير الله محمد دوست په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي برېښنایي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

یاد پلاوي د څارنې او ارزونې په پایله کې د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کارکوونکو څخه په منظم ډول د ترسره شوېو چارو په پار مننه وکړه او د سیسټم د لاښه والي او سمون په موخه اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

په ورته وخت کې د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري قیام الدین خالد د تخنیکي پلاوي د ښې ارزونې او څارنې څخه خوښي څرګنده کړه او په ښه توګه یې د یاد سیسټم د پر مخ وړلو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS