د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د کندز ولایت له والي سره لیدنه وکړه

asad_admin
Sun, Dec 29 2024 3:32 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوی چې کندز ولایت ته د فدایانو کورنېو لیدو او پوښتنې په موخه ورغلی وو، نن یې د یاد ولایت له والي محترم حاجي ملا محمد خان دعوت سره وکتل.

په دې کتنه کې د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو او همداراز کومې مرستې چې د خیریه مؤسسو او بنسټونو له لوري په دې ولایت کې ترسره کیږي په هغو کې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د لومړیتوب ورکولو په هکله مفصلې خبرې وشوې.

په ورته وخت کې د کندز ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ترسره شوي فعالیتونه او کړنې وستایلې او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره یې د مرستو برابرو په برخه کې ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS