د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په بدخشان ولايت کې د یو شمېر فدايانو کورنېو سره نغدي مرستې ترسره کړې

asad_admin
Tue, Dec 24 2024 10:41 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو د چارو آمر محترم مولوي محمد، د خاصو شهیدانو د چارو د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهدالله میاخیل یې ملتیا کوله، په بدخشان ولايت کې یې د یو شمېر فدایانو کورنېو سره له نږدې وکتل، ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او ورسره یې نغدي مرستې ترسره کړې، چې هرې کورنې (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړې.

ياد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د بدخشان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له کاري بهیر څخه هم لیدنه وکړه، د دې لیدنې په ترڅ کې محترم مفتي عبدالاحد مسعود د یاد رياست د ټولو کارکوونکو څخه چې صورت او سیرت یې د اسلامي شریعت مطابق وو، خوښي څرګنده کړه او هغوی وهڅول تر څو د مراجعینو سره له نیکو اخلاقو څخه کار واخلي او چارې په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS