د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني خوست ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو ورثه ؤ او یتیمانو سره له نږدې وکتل او هغوی ته یې ډاډ وکړ چې ستونزو ته یې به پر وخت رسیدګي وشي.

nasrat_admin
Sat, Sep 21 2024 8:58 AM
mmd

په هغه غونډه کې چې د خوست ولایت مقام د غونډو په عمومي تالار کې جوړه شوې وه، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د دې ولایت والي محترم مولوي عبدالقیوم روحاني، د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان، د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي او ځینو نورو مسؤلینو او همداراز یتیمانو حضور درلود.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول او وخت پر وخت د هغوی پوښتنه او ستونزو ته یې په بشپړه توګه رسیدګي د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه وبلل او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په خوست ولایت کې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې (۱۷۵) میلیونه افغانۍ د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مرستو په توګه وېشلي دي او د دې وزارت رهبرۍ هڅه کوي چې د دوې لپاره د ژوند په ټولو برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او هر وخت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اړوند ریاستونو دروازې د هغوی پر مخ خلاصې وي.

محترم شیخ صاحب همداراز د شهیدانو ورثه ؤ له وکیلانو څخه وغوښتل تر څو د یتیمانو د پالنې او روزنې په برخه کې پوره پاملرنه ولري او هغه میاشتنۍ نغدي مساعدتونه چې د هغوی لپاره ځانګړي شوي هغه په پوره امانتدارۍ ورته ورسوي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS