د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس مولوي باقي بالله فضلي د نوي الکټرونیکي سیسټم د پرانېستي په موخه زابل ولایت ته سفر وکړ.

nasrat_admin
Thu, Sep 12 2024 11:53 AM
mmd

د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم د فعالولو په لړۍ کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس مولوي باقي بالله فضلي په سرپرستۍ یو تخنیکي او مسلکي ټیم د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته سفر وکړ.

د دې سفر په پایله کې یاد سیسټم د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې رسماً فعال او ګټه اخېستني ته وسپارل شو. په همدې موخه د یاد ریاست له کارکوونکو سره په جوړه شوي جلسه کې مولوي باقي بالله فضلي نوی الکټرونیکي سیسټم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د مساعدتونو پروسې د شفافیت، چټکتیا او دقت په برخه کې یو ستر ګام وباله او سربېره پر دې یې د سیسټم اړوند کارکوونکو ته د چارو په پوره دقت او کیفیت د پرمخ وړلو سپارښتنه وکړه.

په پای کې د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالحکیم دانش د سیسټم په فعالېدو خوښي وښوده او د راغلي پلاوي او د وزارت د مشرتابه مقام د پاملرنې او کړنو څخه یې ستاینه وکړه

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS