د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Tue, Sep 10 2024 2:54 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ د استازي محترم احمد شهرام وفایي ترمنځ لاسلیک شو، چې د هغه پر بنسټ به (۲۸۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او سیلاب ځپلو ته په غور ولایت کې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي، بوره، چای او همداراز په غیر خوراکي توکو کې د پخلنځي وسايل شامل دي، ووېشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدو خان حق شناس د قمر خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو د چمتو کولو په پار مننه وکړه او د یادې مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل تر څو د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي خودکفایۍ په برخو کې د فني او حرفوي زده کړو، کوچنېو کاروبارونو رامنځته کولو او همداراز د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او د مرستو په وېشلو کې، دې اړمن قشر ته لومړیتوب ورکړي.

هغه همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ټول هېواد کې څه باندې (۶۵۳) زره تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت او راجسټر کړي او دا به ښه وي چې خیریه بنسټونه او مؤسسات له دې وزارت سره په همغږۍ یاد قشر سره مرستې ترسره کړي تر څو له مرستو څخه واقعي مستحقین برخمن شي.

په ورته وخت کې د یاد خیریه بنسټ استازي هم د خپلو فعالیتونو او کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او یاد قشر ته یې د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت یو میلیون او پنځه لکه، شپږ زره او څلور سوه (۱۵۰۶۴۰۰) افغانۍ کیږي چې په غور ولایت کې د شلو ورځو په موده کې به تطبیق شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS