د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رئیس سره وکتل

nasrat_admin
Thu, Sep 05 2024 1:41 PM
mmd

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج داملا محمد نادر خالد د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رئیس تاریه مگنوسن واتردال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې محترم الحاج داملا محمد نادر خالد، د دې ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې د ناروې کمېټې له رئیس سره شریکې کړې او له هغه یې وغوښتل چې د يتيمانو لپاره د زده کړو، کاري فرصتونو رامنځته کولو او بهر ته د درملنې په موخه د معلولينو په استولو کې له دې رياست سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د ناروې د کمیټې عمومي رئیس هم د جګړې متضررینو او بې ځایه شویو خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د یادې کمېټې لخوا د ترسره شوېو فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ستونزو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزو همکاريو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS