د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ولسوالېو اړوند مدیرانو ته د کاري ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پیل شو

nasrat_admin
Sat, May 04 2024 10:01 AM
mmd

یاد روزنیز سیمینار چې درې ورځې به دوام ومومي، په هغه کې به، په ولسوالېو کې د یاد ریاست اړوند مدیرانو ته د کاري ظرفیت لوړونې په موخه د ادارې او مدیریت برخو کې زده کړې ورکړل شي.

د دې روزنیز سیمینار په پرانیست غونډه کې د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش خبرې وکړې او د یاد سیمینار په لاره اچول یې مدیرانو ته خورا ګټور او مهم وباله.

په ورته وخت کې ګډونوالو هم د دې ډول سیمینارونو جوړول د ځان لپاره یو ښه فرصت وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې له دې فرصت څخه به په ښه توګه ګټه پورته کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS