د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو په ریاست کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Thu, Apr 18 2024 1:18 PM
mmd

یاده غونډه چې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د یاد ریاست د استخدام آمر محترم محمد انور سخي زاده، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا ‌آمر محترم عزیز احمد احمدي او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې په ۱۴۰۳ کال کې د یاد ریاست پر پلانونو، د ازموېنې کمېټې پر رامنځ ته کولو، د آنلاین او آفلاین ازموېنې لپاره د چمتووالي، د جدید التقرر کارکوونکو د کاري بهیر ارزونې، د روان کال لپاره د کارکوونکو د هویت کارتونو لپاره د کړنلارې جوړولو، د ظرفیت لوړولو لپاره د جامع پلان ترتیبولو، د بالمقطع او قراردادي کارکوونکو د قراردادونو د تجدید پر څرنګوالي او همداراز په ځېنو نورو مهمو اداري مسایلو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې.

همداراز په یاده غونډه کې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل او د محترم مولوي محمد موسی صدیقي له خوا د چارو د ښه ترسره کولو په موخه د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS