د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې یو سل او دیرشو (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پنځه میاشتنی پروګرام پیل شو

nasrat_admin
Mon, Apr 08 2024 11:13 AM
mmd

د ۱۴۰۳ کال لپاره د فني او حرفوي زده کړو (د موبایل، یخچال، آیرکنډیشن، کورني برېښنایي وسایلو، موټر، موټرسایکل، جنراټور، کمپیوټر ترمیم او همداراز د خیاطۍ زده کړې) په برخو کې د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د نویو زده کوونکو لپاره پروګرام پیل شو چې په هغه کې به (۱۳۰) تنو یتیمانو او معلولینو ته په پورتنېو ذکر شویو برخو کې زده کړې ورکړل شي.

یاد روزنیز پروګرام چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو په هغه کې د وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د (HHRD) خیریه مؤسسې همغږي کوونکي محترم انجنیر شاکر الله امین او د یاد ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو ګډون درلود.

په دې پروګرام کې محترم مولوي کلیم الله افغان د فني او حرفوي پروګرامونو له زده کوونکو سره د کتنې پر مهال وویل: یوه ټولنه او هېواد هغه وخت ښیرازۍ ته رسیږي چې هر وګړی یې ورسپارل شوی مسؤلیت په پوره اخلاص سره ترسره کړي او په دې برخه کې موږ او تاسو ټول یو شان مسؤلیت لرو تر څو خپل هېواد په ګډه آباد کړو او دا ستاسو لپاره ډیر ښه فرصت دی چې له دې فرصتونو څخه باید په پوره توګه ګټه پورته کړئ.

هغه همداراز د یاد مرکز زده کوونکي وهڅول تر څو له وخت څخه د ګټې په اخیستو د استادانو درناوی او درسونو ته پوره پاملرنه وکړي.

محترم مولوي کلیم الله افغان د دې پروګرام تر څنګ د هغې لیلیې له ودانې څخه هم لیدنه وکړه چې د لرې پرتو سیمو د زده کوونکو لپاره په معیاري او اساسي ډول چمتو شوې ده.

د یادولو وړ ده د پروګرام په پای کې د (HHRD) خیریه مؤسسې له لوري هر یو زده کوونکي ته د خوراکي توکو تر څنګ (۳۵۸۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS