د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو ګروپ آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
Tue, Mar 19 2024 2:49 PM
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه په هغې کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسیٰ صدیقي، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د اړوند ریاست کارکوونکو ګډون درلود.

مولوي سیدولي حماد د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او هدایت پر اساس د داخلي تفتیش په ریاست کې د مرکزي مفتشینو ګروپ د نوي آمر په توګه د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسیٰ صدیقي لخوا کارکوونکو ته وروپیژندل شو.

په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسیٰ صدیقي د مولوي سیدولي حماد پر تېرو فعالیتونو او د شهیدانو ورثه ؤ ته د خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص، ایماندارۍ، د دندو د کړنلارو او کاري پلان سره سم سرته ورسوي.

نوموړي همداراز د دندو په پرمخ وړلو کې د ټولو شته منابعو په کاراچول، د مشرانو اطاعت او د سلسلې مراتبو مراعاتول یې ضروري وګڼل او مولوي سیدولي حماد ته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

هغه همداراز په دې غونډه کې په اداري موضوعاتو هم رڼا واچوله او د ادارې له اړخه یې پلان او اداري مهم عناصر کارکوونکو ته تشریح کړل.

د یادولو وړ ده چې مولوي سیدولي حماد تر دې وړاندې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د آمر په توګه دنده ترسره کړې او په دې برخه کې یې غوره خدمتونه وړاندې کړي دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS