د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د امریکا د مسلمانانو د زکات مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Thu, Feb 22 2024 3:31 PM
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د امریکا مسلمانانو د زکات مؤسسې رئیس محترم حمیدالدین یلداش ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به، په بلخ، ننګرهار، پروان او هرات ولایتونو کې دوولس سوه (۱۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغې کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، نخود، لوبیا، روب او چای او همدارنګه په غیر خوراکي توکو کې ژمنۍ البسه شامل دي، وویشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او د دې مؤسسې له مسؤل څخه یې وغوښتل، خپلې ټولې مرستې له دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي تر څو مرستې په شفاف ډول مستحقینو ته ورسول شي

په ورته وخت کې د امریکا مسلمانانو د زکات مؤسسې رئیس محترم حمیدالدین یلداش د یادې مؤسسې د فعالیتونو په هکله هراړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دا مؤسسه په پام کې لري تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ او همکارۍ خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت یو لک او اووه شپیته زره دوه سوه او اته اویا  (۱۶۷۲۷۸) امریکایي ډالره دی چې په پورتنېو ذکر شویو ولایتونو کې به تطبیق شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS