د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو سل او شل (۱۲۰) تنو یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو عملي روزنیز پروګرامونه پیل کړل

nasrat_admin
Sat, Jan 20 2024 3:43 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چې د یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو او د موټرسایکلونو د ترمیم په برخو کې د حرفوي زده کړو پنځه میاشتنی پروګرام پیل کړی وو چي د څلور میاشتنۍ تېوري زده کړو وروسته یي نن د یوې میاشتې لپاره په یادو برخو کې عملي زده کړې پیل کړې.

هغه پروګرام چې په همدې موخه د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې جوړ شوی وو په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم قاري محمد امین درویش، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د شهیدانو ورثو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد او د دې وزارت ځینو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړې وو.

په دغه پروګرام کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو د اهمیت په هکله هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅه کوي چې د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو لپاره لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي چې دا به له یوې خوا دوی په ځان بسیا او له بلې خوا به د خپلې کورنۍ او ټولنې د خدمت جوګه شي.

نوموړي په دغه پروګرام کې د یاد روزنیز پروګرام زده کوونکي تشویق او وهڅول او له هغوی یې وغوښتل ترڅو هغه فرصتونه چې  د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري دوی ته برابر شوي له هغې څخه پوره ګټه پورته کړئ.

محترم مولوي کلیم الله افغان همدا راز زیاته کړه: هیله ده چې په دې موده کې به مو ډیر څه زده کړې وي او د هېواد په ابادۍ کې به یې وکاروئ، ترڅو د یو متعهد افغان او مسلمان په توګه دې هېواد ته خدمت وکړئ.

د شهیدانو ورثو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دغه روزنیز ورکشاپ کې یو سل او شل (۱۲۰) تنه یتیمان او معلولین په بیلابیلو برخو کې په زده کړو بوخت دي، نن ورځ  موږ د دې شاهدان یو چې د تیوري دورې د زده کړو وروسته د دوی لپاره یو میاشتنی عملي روزنیز پروګرام پیل شو.

د دې پروګرام په آخر کې ځینو زده کوونکو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS