د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بدخشان ولایت ته سفر وکړ

nasrat_admin
Sun, Dec 24 2023 6:49 PM
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر دی د سمنګانو، کندز، بغلان  او تخار ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو د فعاليتونو او کاري بهیر تر ارزونې وروسته بدخشان ولایت ته سفر وکړ.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بدخشان ولايت کې د یاد وزارت اړوند رياست مسؤلینو او کارکوونکو ته وویل: "د شهیدانو او معلولینو د قربانېو په برکت او کرامت نن ورځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې سره یو ځای شوي يو او الله تعالی جل جلاله څخه غواړو تر څو د دوې د قربانېو په برکت په ټول هېواد کې تلپاتې سوله ولرو."

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير  همداراز یتیمانو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول یو لوی او مهم مسؤليت وباله او د اسلام په سپېڅلي دين کې یې د یتیمانو د سرپرستۍ او کفالت د ارزښت په هکله هم هراړخیزې خبرې وکړې.

هغه همداراز د یاد ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو په ورسپارل شویو دندو کې له پوره اخلاص څخه کار واخلي او په دې برخه کې دې هیڅ ډول بې غوري نه کوي.

په دې سفر کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست د سرپرست وزیر د سفر اصلي موخه بدخشان ولایت ته د یاد وزارت اړوند رياست د کاري بهیر څخه لیدنه او له نږدې څخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ستونزو اوریدل او د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو له منځه وړل یاد کړل.

نوموړي همداراز وویل: په بدخشان ولایت کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند رياست کې (۱۵۵۰۰) تنه یتیمان، (۵۵۰۰) تنه معلولین او شاوخوا (۳۰۰۰) تنه کونډې ثبت او راجسټر شوي دي او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په دې هڅه کې دی تر څو د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته پر وخت خدمتونه وړاندې او هغوی ته په بیلابیلو برخو کې د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير په دې سفر کې په بدخشان ولایت کې د شهيدانو له یو شمېر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS