د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اجراآت او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل شول

nasrat_admin
Sun, Sep 17 2023 1:51 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت په مشرۍ یو پلاوي په لغمان ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هراړخیزه توګه وڅیړل.

یاد پلاوي د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند اسناد او فورمې ( م- ۱۶،  م- ۴۰،  م- ۴۱ ) همداراز هغوی ته اجرا شوې حوالې او د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړۍ څرنګوالی په پوره دقت سره وڅیړل، همدارنګه موظف شوي پلاوي د لغمان ولایت په یو شمېر ولسوالېو کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې واوريدې او د حل په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره کړل.

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه هم هر اړخیزه ارزونه او څیړنه ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS