د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د بدخشان ولایت مرکز د فیض آباد ښار په نواحیو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
Mon, Jun 05 2023 9:09 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند او ورسره مل پلاوي د فیض آباد ښار په ځینو نواحیو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدې. په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د یادو کسانو د ستونزو له اوریدو وروسته له هغوی سره نغدي مرسته هم ترسره کړه.

خلیل الرحمن څلورویشت کلن معلول مجاهد چې د جهاد پر وخت فلج شوی، د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دوی ستونزو ته پر خپل وخت رسیدګي کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د یاد پلاوي د سفر اصلي موخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی ښودل شوی او ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د بدخشان ولایت څخه وروسته د تخار، کندز او بغلان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی هم په هر اړخیزه توګه وڅیړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS