د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
Thu, May 25 2023 2:09 PM
mmd

د معرفي په دې مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئيس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي، د نوموړي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود، د اداري او خدماتو رئيس ښاغلي ملا عبدالرحمن فهیم او همدارنګه د یاد وزارت ځینو کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

ښاغلی قاري عبدالباسط د بشري سرچینو ریاست په وړاندیز او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید پر اساس د تدارکاتو د نوي آمر په توګه د دغه آمریت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دې مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د باکیفیته او دوامداره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دغه وزارت د تدارکاتو آمریت د کارکوونکو له صادقانه هلو ځلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو له هغو مهمو او کلیدي وزارتونو څخه دی چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مهمې دندې لري چې له نېکه مرغه د مسؤلینو او کارکوونکو د هڅو په پایله کې دا وزارت توانیدلی چې مراجعینو ته پر وخت او شفاف ډول خدمتونه وړاندې کړي.

په یادو مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د تدارکاتو آمریت د یاد وزارت له مهمو او اساسي برخو څخه وباله او زیاته یې کړه؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري تل هڅه کړې، چې د ټولنې بېوزله او اړمن قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي همداراز ښاغلي قاري عبدالباسط ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو د آمر په توګه د معرفي کیدو مبارکي وویله او نوموړي ته یې د چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د دې مراسمو په پای کې د نوموړي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا او خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د مسلمانانو د مسؤلیتونو په هکله خبرې وکړې. نوموړي د تدارکاتو له نوي آمر څخه وغوښتل تر څو خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سرته ورسوي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS