د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کارکوونکو څخه عقیدتي او دیني ازموینه واخیستل شوه

nasrat_admin
Sat, Feb 25 2023 8:41 AM
mmd

هغه پروګرام چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، په هغې کې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود او د یاد ریاست ځینو مسؤلینو ګډون درلود.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو په ازموینه کې هغه موضوعات او مسائل شامل وو، چې په تیرو څو میاشتو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د نوموړي وزارت کارکوونکو ته تدریس کړای شوي وه.

په یادې ازموینه کې د لمانځه، عقیدتي مسائلو او د قرآن عظیم الشان په اړه پوښتنې شاملې وې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کارکوونکوڅخه د ازموینې اخیستنې اصلي موخه د کارکوونکو د اسلامي معلوماتو د کچې معلومول او د هغوی د وس او وړتیا په اندازه د اسلامي اصولو او دینی زده کړو د زمینې برابرول یاد شوې دي.

د یادونې وړ ده هغه کسان چې په دې ازموینه کې زیاتې نومرې واخلي تشویق او ترغیب او هغه کسان چې کمې نومرې واخلي د دیني زده کړو په برخه کې به ورسره په هر اړخیزه توګه مرسته وشي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS