د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوي فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت د خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو څخه لیدنه وکړه او ځینو یتیمانو او معلولینو سره یې له نږدې وکتل

nasrat_admin
Tue, Nov 29 2022 9:35 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د یو با صلاحیته پلاوي مشرۍ کوي د خپل سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست فعالیتونه او کړنې په هر اړخیزه توګه وارزولې  او د لا زیاتو څیړنو په موخه یې د یاد ولایت د خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالېو ته هم سفرونه وکړل.

د نوموړي پلاوي د سفر اصلي موخه یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د خدمتونو وړاندې څرنګوالي په اړه څېړنه او ارزونه بلل شوې ده، څو یادو کسانو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې له نږدې وڅیړي او پر وړاندې یې پرتې ستونزې او ننګونې له منځه یوسي.

 

د یاد سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د خبرو په ترڅ  کې وویل: په اسلامي امارت کې د جعلکارۍ هیڅ ځای نشته او هیچا ته به اجازه هم ورنکړل شي چې د چا حق ضایع کړي. نوموړي همدا راز معلولیت لرونکو وګړو او یتیمانو ته ډاډ ورکړ، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تل معلولیت لرونکو وګړو او یتیمانو ته د شفافو او رڼو خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دی.

 

همدارنګه د یاد پلاوي لخوا د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش او شیرین تګاب په ولسوالېو کې پر یو شمېر مستحقو کسانو نغدي مرستې هم وویشل شوې.

 

د یاونې وړ ده چې د یاد پلاوي ترکیب کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتيش رئيس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع او د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر ښاغلی قاري سید اسحاق شامل دي

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS