د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
د یادې غونډې موضوعات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شوه.
په دې غونډه کې په ولایتونو کې د وزارت اړوند ریاستونو د ودانېو او ملکیتونو په هکله خبرې اترې وشوې او یادونه وشوه چې څه موده وړاندې دا موضوع د یو رسمي مکتوب په ترڅ کې ولایتونو ته استول شوې وه او په هغې کې د ریاستونو څخه غوښتل شوي وو تر څو د اړوندو ریاستونو د ودانېو او ملکیتونو په هکله یاد وزارت ته معلومات ورکړي نو په نننۍ غونډه کې پریکړه وشوه چې د یو وړاندیز په ترڅ کې د ریاستونو د ودانېو ستونزه د محترم امیرالمؤمنین سره شریک کړای شي تر څو په ولایتونو کې د ریاستونو پر وړاندې د ودانېو ستونزه حل شي.
په تیره غونډه کې پریکړه شوې وه چې د نارینه او ښځینه مراجعینو لپاره د اونۍ ورځې بیلې کړای شي تر څو د ګڼې ګوڼې مخنېوی وشي. دا پریکړه په دې ناسته کې لغوه شوه او تصمیم ونیول شه تر څو د ښځینه او نارینه مراجعینو لپاره ځایونه جلا کړل شي.