په کونړ ولايت کې په څلور سوه بیوزلو کورنېو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

farahmand_admin
Mon, Apr 11 2022 9:10 AM
mmd

په کونړ ولايت  کې د ترکیې هیواد د IHH خیریه بنسټ لخوا په  شهیدانو کورنېو  او معلولیت لرونکو وګړو باندې د مرستو کڅوړې وویشل شوې. دغه مرستې چې په لس ډوله خوراکي توکو شاملې وې، د کونړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ د IHH خيريه بنسټ له لورې پر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ووېشل شوې.

له همدې امله د کونړ ولايت مقام مالي او اداري رئيس ښاغلي حامد ابراهيم شاهين او د شهيدانو معلولينو چارو رئيس ښاغلي مولوي عبيدالله حقاني  پر اړمنو کورنیو د مرستو د ویش له امله خوښي څرګنده کړه او د مننې ترڅنګ یې په روژې مبارکې  میاشت کې دا ډول مرستو وېش خورا اړین وباله او د یاد بنسټ  هڅې یې وستایلې.

په پای کې د IHH خیریه بنسټ استازو یاد ریاست سره د لا زیاتو مرستو پر لړۍ ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS