د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري شورا فوق العاده غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
Mon, Aug 02 2021 2:04 PM
رهبری

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي تر مشرۍ لاندې د شهیدانو او معلولینو د اسنادو د تایید لپاره د تدقیق او څیړنې کمیټوغړو تر منځ د شورا فوق العاده ګډه غونډه (د معلولینو، شهیدانو او ورک شویو کسانو د تطبیقي اسنادو کړنلاره) د منظورۍ په موخه جوړه شوه.

پوهنمل حمیدالله فاروقي، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر، د افغان ځواکونو د دښمنانو پروړاندې د جګړې په ډګر کې ستاینه وکړه، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو په ځانګړۍ توګه د امنیتي ځواکونو د شهیدانو ورثو او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې د وزارت پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي فاروقي ددې غونډې جوړول چې د شهیدانو ورثو معلولینو او ورک شویو کسانو د څیړل شوی اسنادو د تطبیقي کړنلارې د منظورۍ په موخه جوړه شوې وه، اړینه او تاریخي وګڼله او زیاته یې کړه چې د دې کړنلارې په عملي کیدو به روڼتیا، د قانون حاکمیت، ښه حکومتولۍ، حساب ورکول او عدالت رامنځ ته شي.

د یادې کړنلارې په طرح باندې څه موده وړاندې د شهیدانو او معلولینو د اسنادو د تدقیق او څیړنې کمیټو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په رهبرۍ کار پیل شوی وو، وروسته له ډیرو بحثونو د سترې محکمې د غوره نظریاتو څخه په ګټې اخیستنې او د رهبرۍ غړو او شهیدانو او معولینو چاور د وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توافق منظوره شوه.

د دې کړنلارې په پلې کیدو د معلولیت د تثبیت ډیری سندونه، په دې اداره کې د شته سوابقو شرایط او د معلولیت درجې ټاکلو لپاره د روغتیا کمیسیون ته د معلولیت لرونکو وګړو د راجع کولو ستونزې به حل شي. هغه کسان چې په دې اداره کې هیڅ ډول اسناد نه لري، له دې امر څخه مستثنا دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS