د معلولیت درجې د تثبیت روغتيايي کمیسیون له پامير سینما څخه وزرات ته را ولېږدول شو

sadiq_admin
Wed, Jun 30 2021 8:40 AM
t

د معلولیت درجې د تثبیت روغتيايي کمیسیون له پامير سینما څخه وزرات ته را ولېږدول شو

سه شنبه_د چنګاښ اتمه_1400

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي د معلولیت درجې د تثبیت روغتيايي کمیسیون له ډاکټرانو، د شهيدانو ورثې او يو شمېر معلوليت لرونکو وګړو سره وکتل او په اړوندو مسايلو يې ورسره خبرې وکړې.

په پيل کې ښاغلي فاروقي د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو هواري او اسانه لاسرسي په موخه د معلوليت درجې د تثبيت روغتيايي کمېسيون د کابل له پامير سینما څخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته لېږد يوه لاسته راوړنه وګڼله، او هیله یې څرګنده کړه، چې په دې سره به د ياد کمېسیون چارې ګړندۍ شي او د پاتې نږدې (4000) معلوليت لرونکو وګړو د معلولیت درجې د تثبیت بهير به بشپړ شي.

نوموړي زیاته کړه، چې شهیدانو ورثې او معلولينو لپاره د شکايتونو په موخه د نصب شويو صندقونو له لارې يې له ولايتونو او مرکز څخه شکايتونه ترلاسه کړي او اړونده چارواکو ته يې لارښوونه کړې، چې ټول شکایتونه وڅېړي او ژر تر ژره ورته رسيدنه وکړي.

د شهیدانو او معلولینو د چارو سرپرست، روڼتیا، له فساد سره مبارزه او د خدمتونو برېښنايي کول د وزارت کاري لومړيتوبونه وګڼل او ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې يې د لاسته راوړنو ترڅنګ د لا نورو اقداماتو لپاره هڅی روانې دي.

په پای کې ښاغلي فاروقي د روغتيايي کمېسيون له غړو هيله وکړه، چې د معلوليت درجې د تثبيت چارې چټکې کړي، څو له همدې لارې له پروسې پاتې معلوليت لرونکي وګړي خپل ځنډيدلي حقوق ترلاسه کړي.

نوموړي د ياد کمېسيون غړي په خپلو چارو کې خپلواک وبلل او د کاري مصوونيت او اسانتياوو برابرولو په برخه کې يې ورته د هراړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS