تدارکاتي چارې د چټکې او پروژې د پر وخت پلې شي

sadiq_admin
Wed, Jun 23 2021 9:58 AM
szc

تدارکاتي چارې د چټکې او پروژې د پر وخت پلې شي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي په مشرۍ د وزارت رهبري هييت ناسته وکړه او د تدارکاتي چارو د چټکتيا پر څرنګوالي، په سمه توګه د بودجې مصرفولو او د پروژو پر وخت پلی کولو په تړاو يې خبرې وکړې.

ښاغلي فاروقي د تدارکاتي چارو چټکتيا او د کارونو پر وخت ترسره کيدل مهم وګڼل او اړونده چارواکو ته يې لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې ځنډ ونه کړي، د روڼتيا ترڅنګ يې چټکتيا هم په پام کې ونيسي او له همدې لارې پروژې پر خپل وخت پلې او بودجه په سمه توګه مصرف کړي.

نوموړي د اړونده ادارو او بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر پياوړتيا او ګډکار ټينګار وکړ او د ننګونو او ستونزو د هواري په برخه کې يې ورسره د هراړخيزو همکاريو او پاملرنې ژمنه وکړه.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS