د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشرتابه او کارکونکو د اختر مبارکۍ تر څنګ، د هیواد په ګوټ ګوټ کې د وروستیو پیښو شهیدانو روح ته دعا وکړه.

sadiq_admin
Tue, May 18 2021 9:18 AM
sd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشرتابه او کارکونکو د اختر مبارکۍ تر څنګ، د هیواد په ګوټ ګوټ کې د وروستیو پیښو شهیدانو روح ته دعا وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې او سرپرست آغلې صبرۍ اندړ د یاد وزارت له کارکونکو سره د اختر مبارکۍ تر څنګ له یادو کارکونکو څخه مننه وکړه وویل: د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د کلنۍ حقونو په ورکړه کې چټکتیا او یادو کورنیو ته د خوراکي توکو ورکړه د ستاینې وړ دي. آغلې اندړ د یاد قشر ستونزو ته رسیدګي ملي او اسلامي دنده وبلله او لارښوونه یې وکړه چې په ټولو برخو کې دوی ته آسانتیاوې برابرې شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیاله آغلې جمیلې نورستانۍ د اداري پروسو پر چټکتیا ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې راتلونکو څو اونیو کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د کلنيو حقونو د ورکړې پروسه بشپړه شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS