د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې د UN-habitat مؤسسې له چارواکو سره ليدنه

sadiq_admin
Sat, May 08 2021 8:35 AM
ds

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې د UN-habitat مؤسسې له چارواکو سره ليدنه

نن سه شنبه د غويي په ۱۴مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې او د وزارت سرپرستې صبرۍ اندړ په مشرۍ د UN-habitat مؤسسې له رئيس فرنندو دیکریز او تخنيکي سلاکارې جینفر دونوورن سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

د ناستې په پيل کې د UN-habitat مؤسسې تخنيکې سلاکارې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د يادې مؤسسې رييس د افغان معلولينو لپاره د بيا پياوړتيا، پر ځان بساينې او هغوی ته د ژوند اسانتياوو برابرولو په برخو کې له وزارت سره د ګډکار او همغږۍ زياتولو غوښتنه وکړه.

آغلې اندړ دوی ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ د معلولينو په برخه کې د يادې مؤسسې کړنې وستايلې او د دوامداره همکارۍ او ملاتړ هيله يې وکړه.

آغلې اندړ د معلوليت لرونکو وګړو په ظرفيت لوړونې، کارموندنې، روغتيا، فزيکي لاسرسي او هغوی ته د ژوند اسانتياوو برابرولو په برخه کې له يادې مؤسسې سره په ګډو هڅو او کار ټينګار وکړ او د مؤسسې چارواکو ته يې د وزارت له اړخه د هراړخيزو همکاريو او همغږۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS