د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د ختیځ زون د شهیدانو وارثینو او نظامي معلولینو له استازو سره وکتل

sadiq_admin
Tue, Mar 30 2021 12:09 PM
s

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د ختیځ زون د شهیدانو وارثینو او نظامي معلولینو له استازو سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي نن د ننګرهار ، نورستان ، لغمان او کنړ ولایتونو د شهیدانو ورثې او معلولینو له استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

په دې ناسته کې د وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې جمیلې نورستانۍ، د بشري سرچینو رییس او د وزارت د څار رييسانو هم برخه اخیستې وه.

په پیل کې، د نظامي معلولینو رییس ښاغلي رحیم الله رحیمي خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د ټولو ستونزو سربیره چې د ټولنې بیلابیلې برخې يې زيانمنې کړې، د شهیدانو ورثه او معلولینو په ځانګړي توګه نظامي سکتور له دې معافیت څخه معاف نه دی. ښاغلي رحیمي په ختیځو ولایتونو کې د شهیدانو ورثی او نظامي معلولینو د اسنادو د تصدیق او لوړو زده کړو زمينې برابرول، د خدمتونو وړاندې کولو بهير چټکتيا، کارموندنې، د برېښنايي پېژند پاڼو وېش، په ۱۴۰۰ هجري لمريز کال کې د معاشونو پر وخت تادیې ستونزې د ځانګړې پاملرنې وړ وګڼلې او هيله یې وکړه چې د قانون او مشخصو تګلارو سره سم د دوی اسناد چیک او تایید شي، څو خپل پاتې حقوق ترلاسه کړي.

ورپسې د ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو د معلولینو او نظامي شهیدانو ورثې استازو خبرې وکړې او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د وروستيو اصلاحاتو او روڼتيا د ټينګښت له پروسې يې هر اړخيز ملاتړ وکړ.

ورپسې د وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستیالې آغلې جمیلې نورستانۍ، د بشري سرچینو رییس محمد اصف سهاک او د وزارت د تفتیش رییس ګل احمد عثماني خبرې وکړې او په ځواب کې یې د يادو استازو پوښتنو او غوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د یادو استازو ټول نظریات، غوښتنې او ستونزو له اوريدو وروسته د وزارت له اصلاحاتو پروسې څخه یې د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل: د رهبري هئيت د پریکړې پر بنسټ، نظامي معلولين او شهيدانو وارثينو ته به د ۱۴۰۰ کال ټول حقوق د کال په پیل کې په يو ځايي توګه تادیه شي او د پاتې کلونو معاشونه يې د اسنادو د ارزونې او کتنې کمیسیون د کار له پای ته رسیدو وروسته تاديه کېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې ستاسو ټولې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه به د وزارت له اړوندو چارواکو سره په همغږي کې جدي ونیول شي، ترڅو موږ د ملي معلولیت ستراتیژۍ سره سم ستاسو د ژوند ښه کولو لپاره غوره او لا اغیزناکې لارې چارې وپلټو.

ښاغلي فاروقي ژمنه وکړه، چې په بشپړ صداقت او اخلاص سره به موږ د جګړې قربانیانو لپاره د هغوی حقونه او امتیازات ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړو او د دوی غوښتنو، ستونزو او وړاندیزونو سره سم به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS