د شهيدانو ورثې او معلولينو اسنادو کې فساد کوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي

sadiq_admin
Sat, Mar 27 2021 4:40 PM
s

د شهيدانو ورثې او معلولينو اسنادو کې فساد کوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د کابل ولایت د شهیدانو ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او سمونې کمېټې غړو سره وکتل.

د یادې کمېټې غړو په اسنادو او وثیقو کې د نيمګړتياوو، ناسمو معلوماتو او نورو ستونزو يادونه وکړه او په دې برخه کې یې د خپلو پرمختګونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ وویل، چې اړونده چارې یې وزارت سره په همغږۍ، همکارۍ او د روڼتیا پر اساس ترسره کړي او د څېړنې پاتې برخه به هم ژر بشپړه شي.

ښاغلي فاروقي د کمېټو د غړو کاري همغږي او لاسته راوړنې مهمې وګڼلې وویل، چې کمېټې باید خپلې چارې نورې هم چټکې کړي، تر څو قانوني او غیر قانوني اسناد سره جلا او بشپړه روڼتیا رامنځته شي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د یادې کمېټې غړي د اسنادو او وثیقو د څېړنې او سمونې برخو کې خپلواک دي او هیڅوک یې په چارو کې لاسوهنه نه شي کولای.

ښاغلي فاروقي د کمېټو له غړو غوښتنه وکړه، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو اسنادو کې د فساد کوونکو وګړو په تشخیص او موندلو کې ور سره مرسته وکړي، څو په بډو کې ښکيل کسان معلوم او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ور وپيژني.

د یادونې وړ ده، چې دا ډول کمېټې د جمهور رییس په حکم د مرکز په ګډون ټولو ولایتونو کې رامنځته شوي دي او ددې وزارت سربېره پکې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، ملي امنیت عمومي ریاست، سترې محکمې، لویې څارنوالۍ او د مرکزي احصایې او معلوماتو ادارې استازي شامل دي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS