په نوي کال کې بايد ژمنتيا او چلندونه بدلون ومومي

sadiq_admin
Wed, Mar 24 2021 8:56 AM
huj

په نوي کال کې بايد ژمنتيا او چلندونه بدلون ومومي

)سه شنبه، ۳وری(

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د رهبري هئيت په حضور کې د ښځو له نړيوالې ورځې او ۱۴۰۰ ھ لمريز کال راتګ څخه نمانځنه وکړه.

په پيل کې د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د ښځو نړيوالې ورځې او د نوی کال په مناسبت ګډونوالو ته مبارکي وويله او د پايدارې او باعزتې سولې د ټينګښت هيله يې څرګنده کړه.

ښاغلي فاروقي د وزارت له ټولو مسوولینو څخه وغوښتل چې، په نوي کال کې بايد د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو سره په چلندونو او ژمنتياوو کې مثبت بدلون راولي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، څرنګه چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د افغانستان لپاره سرښندنې کړې؛ نو حق لري چې قربانيو ته يې په درنه سترګه وکتل شي او ستونزو ته يې پر وخت رسیدنه وشي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست په وزارت کې د پراخو اصلاحاتو راوستو او له فساد سره د جدي مبارزې يادونه وکړه وويل: چې فساد یوه ناوړه او ملي ارزښتونو ته زيان رسوونکې پديده ده او پر وړاندې يې بايد ټول په ګډه په هر اړخيز ډول مبارزه وکړو.

نوموړي زياته کړه، چې د اسنادو او وثيقو د کتنې او ارزونې کمېټه بايد د شهيدانو ورثې او معلولينو اسنادو د ارزونې پروسه چټکه کړي، پاک او ناپاک اسناد تشخيص او سره جلا کړي.

ښاغلي فاروقي همدارنګه د واحدې دريڅې لپاره د زياتو اسانتياوو په رامنځته کولو ټينګار وکړ وويل: دا مرکز بايد په يو ريښتيني خدماتي مرکز بدل شي او له لارې يې د ټولو مراجعينو کاري طی مراحل پروسې ترسره او د مراجعينو له سرګردانيو څخه مخنيوی وشي.

دده په خبره، چې بايد روان کال د شهيدانو ورثې او معلولينو ترمنځ شته فاصله له منځه ولاړه شي او ټول چارواکي خپل اړوند مسوليتونه په غوره بڼه ترسره کړي.

هغه د خدمتونو په وړاندې کولو بهير کې ځنډ او خنډ د هېڅ ډول منلو وړ ونه ګڼل.

د ناستې په اوږدو کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د جنډر سلاکارې صفيې صديقي هم خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې د ښځو نړيوالې ورځې او نوي کال په مناسبت مبارکي وويله.

د نمانځهونډې په پای کې د وزارت فعالې او زيارکښې مېرمنې په ډاليو او ستاینلیکونو ونازول شوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS