معلولیت لرونکو مېرمنو ته باید پاملرنه زیاته شي

sadiq_admin
Wed, Mar 03 2021 8:49 AM
xz

معلولیت لرونکو مېرمنو ته باید پاملرنه زیاته شي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبري اندړ د هېواد لومړۍ مېرمنې جلالتمآب بي بي ګل رولا غني سره وکتل او د معلولیت لرونکو مېرمنو پر وضعیت یې خبرې وکړې.

آغلې صبري اندړ د معلولیت لرونکو وګړو په ځانګړي ډول معلولیت لرونکو مېرمنو او د شهیدانو مېرمنو ته د وزارت د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي، ستونزو، شته فرصتونو او حل لارو په اړه معلومات وړاندې کړه وویل: د وزارت رهبري ژمنه ده، څو د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په مشترکه توګه د اغېزناکو برنامو په ترتیبولو سره نوي فرصتونه، اسانتیاوې او امکانات برابر او د یادو مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره ترې ګټه واخلي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې جلالتمآب بي بي ګل رولا غني آغلې اندړ سره د لیدنې له کبله خوښي څرګنده کړه وویل: د ټولو معلولیت لرونکو وګړو په تېره بیا د مېرمنو د ستونزو په اړه معلومات لري. د نورو زیانمنو ښځو تر څنګ دوی ته د خدمتونو او فرصتونو برابرولو برخه کې په بشپړه توګه ژمنه ده او له ټولو ممکنو لارو چارو به کار واخلي.

آغلې اندړ د لومړۍ مېرمنې له نیت او هڅو د قدردانۍ تر څنګ معلولیت لرونکو مېرمنو ته د پاملرنې پر زیاتوالي تاکید وکړ، هیله یې څرګنده کړه، چې په دې برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو سره همغږي او همکاري نوره هم پیاوړې او پراخه شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS