د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر پیغام

د شهيدانو وارثين او معلولينو لرونکي وګړي په هېواد کې د روان جنګ او دوامداره زورزياتي اصلي قربانيان دي
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهيدانو ورثې او معلولينو اړوند چارو سنبالښت تر څنګ، کوښښ کوي چې د هراړخيزو اصلاحاتو، روڼتيا ټينګښت، ځواب ويوونکې ادارې را منځته کولو، د فساد او بروکراسۍ له منځه وړلو، د بشري حقونو ارزښتونو ته په کتو د ظرفيت لوړولو، د کورنيو او بهرنيو بنسټونو سره په همکارۍ د عامه پوهاوي لوړولو، د سيسټم برېښنايي کولو او خدمتونو پراخولو، د ګټورو پاليسيو جوړولو، د اغيزمنو فرصتونو را منځته کولو او ګټې اخيستنې، د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د عزتمن ژوند اسانتياوو برابرولو برخو کې عملي او بنسټيز ګامونه پورته کړي.
موږ باورمند اوژمن يو، چې د پورته کړنو په ترسره کولو سره به منظمه، کاري او ځوابويوونکې اداره رامنځته کېږي او موجوده وضعيت به مطلوب او يا لږ تر لږه د امکان تر بريده بدلون کوي.