د کونړ د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو ارزونه به چټکه او مستحقينو ته به يې حقوق حواله شي

sadiq_admin
Wed, Oct 21 2020 3:28 PM
xax

د کونړ د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو ارزونه به چټکه او مستحقينو ته به يې حقوق حواله شي

نن د تلې په ۳۰مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين اريوبي سره د کونړ د شهيدانو ورثې او معلولينو استازو وکتل.

په دې لېدنه کې چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د ولسمشر سلا کار عمرا خان منيب او د وزارت د تخنيکي چارو مرستيالې جميلې نورستانۍ هم ګډون درلود، د کونړ نه راغلو د شهيدانو ورثې او معلولينو استازو ښاغلي اريوبي ته د وزارت د دوېيمې کليزې مبارکي وويله، د وزارت لخوا وروستي پرمختګونه او اصلاحات يې وستايل او د وزارت مشرتابه څخه يې د خپل ملاتړ د دوام ژمنه وکړه.

دوی له ښاغلي اريوبي سره په کونړ کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د حقوقو ځنډ، بېکارۍ او زده کړو په تړاو خپلې ستونزې او اندېښنې شریکې کړې.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير د دوی له راتګ او ملاتړ مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې په کونړ کې د اسنادو او وثيقو له ارزونې وروسته به د شهيدانو ټولو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته حقوق ورسېږي.

نوموړي وويل، چې هوډ لري د کونړ جنګ ځپلو ولسونو د ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو له نږدې اوريدو په موخه کونړ ولايت ته سفر وکړي او د حل لپاره ورته مناسبه چاره ومومي.

د ناستې په پای کې د کونړ د شهيدانو ورثې او معلولينو استازو، ښاغلي لعل الدين اريوبي ته د غوره رهبرۍ او ښو خدمتونو د ترسراوي په وياړ کونړی پکول او چپنه ډالۍ کړل.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS