د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبی او ور سره مل پلاوي لوګر ولایت ته سفر او د ادارو له استازو سره ناستې!

sadiq_admin
Wed, Sep 23 2020 2:14 PM
sa

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبی او ور سره مل پلاوي لوګر ولایت ته سفر او د ادارو له استازو سره ناستې!

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د ولایتي سفرونو په ترڅ کې، د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ژوند د سطحې معلومولو او د هغوی ستونزو ته د رسیدنې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ، چې د ولایتي چارواکو او خلکو له تود هرکلي سره مخ شول.

په دغه سفر کې ښاغلي اریوبی د لوګر له محترم والي، محکمې، لویې څارنوالۍ، عامې روغتیا، احصایې او معلوماتو ادارې رییسانو، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر، د شهیدانو کورنیو غړو، معلولیت لرونکو وګړو او جګړو ځپلو ځوانانو او مشرانو سره په جلا جلا ډول لیدنې وکړې.

د لوګر ځوان والي اجمل شاپور له ښاغلي آریوبي څخه مننه وکړه چې د لوګر جګړو ځپلو، د شهیدانو کورنیو له غړو او معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت له نږدې لیدو په موخه لوګر ولایت ته راغلی او د هغوی د ژوند ښه کولو په پار هلې ځلې کوي.

نوموړي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د وروستیو پرمختګونو لکه ( د سیسټم برېښنايي کول، د منظمې پالیسۍ جوړول، د بروکراسۍ کمول، له فساد سره مبارزه، د اسنادو بیا څېړنه او شفافیت او له یوه ادرس نه د اسنادو ارزونه) یې وستایل او په چارو کې یې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبی د لوګر ولسونو له تود هرکلي او مېلمه پالنې مننه وکړه او د وزارت اړوند ولایتي ادارو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د کلنیو امتیازاتو د پر وخت ورکونې او ستونزو ته د رسیدنې تر څنګ، باید د هغوی د ځان بساینې، کارموندنې او زده کړو زمینو د برابرولو په برخو کې هم جدي کار او پاملرنه وکړي.

همدارنګه نوموړي په لوګر ولایت کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو استازو سره په د کتنو به بهیر کې وویل، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په لوګر ولایت کې د شهیدانو د کورنیو غړو او معلولیت لرونکو وګړو لياره د اسایشګاه وو، د استوګنې کورونو او د مرستندویه مالي صندق جوړولو پلان لري.

ښاغلي اریوبي زیاته کړه، چې په دولتي چوکاټ کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو په چارو کې د دوی وزارت د یوازیني دولتي ادرس په توګه مسولیت لري، چې د یاد قشر لپاره د اقتصاد ښه کولو، د زده کړو د اسانتاوو برابرولو، مستحقینو ته د حقونو ورکولو، د فساد مخنیوی، شفافیت، د اسنادو د ارزونې پروسې د چټکتیا او په معیاري ډول د خلکو لپاره خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې له محترم وزیر سره په دې سفر کې مل، شکرالله اکثیر د وزارت د برېښنايي سیسټم مسوول د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د آمریت کارکوونکو ته د بایومتریک سیسټم لنډمهالی ټرینینګ هم ورکړ.

له ښاغلي اریوبي سره په دې سفر کې د وزارت ستر سلاکار محمدالدین قانع، د څېړنو او ارزونو چارو رييس ګل احمد عثماني، د وزارت ویاند ضیاوالحق فضلي، د وزارت د برېښنايي سیسټم مسوول شکرالله اکثیر او ځیني نور هکاران ملګري وو.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS