معلولیت لرونکو مېرمنو او کوچنیانو ته باید پاملرنه زیاته شي

content_admin
Mon, Aug 24 2020 9:48 AM
dsz

معلولیت لرونکو مېرمنو او کوچنیانو ته باید پاملرنه زیاته شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام مرستیالې صبرۍ اندړ

)د پیاوړو ماشومانو د نوښت موسسې) مشرې لایل محب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

آغلې صبري اندړ په پیل کې مېرمن محب ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړه وویل، چې د پخوا په پرتله ډېر اصلاحات رامنځته شوي او د معلولینو د ژوند د ښه والي لپاره منظمې برنامې تر لاس لاندې دي.

آغلې اندړ د دې تر څنګ د معلولیت لرونکو مېرمنو او کوچنیانو په ټولنیز وضعیت، محرومیتونو او نورو ستونزو هم خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې دې برخو ته پاملرنه زیاته او د حل لپاره یې رسیدګي وشي. اندړ تاکید وکړ، چې په دې برخه کې باید مدني ټولنې، نړیوال بنسټونه او اړوندې ادارې اړخیزه همکاري وکړي.

د پیاوړو ماشومانو د نوښت موسسې مشرې لایل محب د وزارت ترسره شوي فعالیتونه اغېزناک وګڼل او ژمنه یې وکړه، چې د معلولیت لرونکو مېرمنو او ماشومانو ستونزو ته د رسیدګۍ او دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه به وزارت سره په مشترکه توګه هلې ځلې وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS