د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د اصلاحاتو او سیستم جوړونې لړۍ به نوره هم پراخه شي

content_admin
Thu, Jul 02 2020 3:02 PM
mmm

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د اصلاحاتو او سیستم جوړونې لړۍ به نوره هم پراخه شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د ملي امنیت شورا د اصلاحاتو او اقتصادي ځان بسیاېنې رییس نجیب الله وردګ سره وکتل.

ښاغلي آریوبي د وزارت د پخواني وضعیت، اوسنیو فعالیتونو، لاسته راوړنو، اصلاحاتو، سیستم جوړونې، پروسو ساده کولو او معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته په مختلفو برخو کې د برابرو شویو اسانتیاوو او فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې وویل، چې په دې اداره کې له پخوا پاتې بې نظمي، فساد او بیروکراسي یې تر ډېره پای ته رسولې او د اصلاحاتو، نویو خدمتونو د رامنځته کولو او کاري پروسو د ساده کولو لپاره به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

د ملي امنیت شورا د اصلاحاتو او اقتصادي ځان بسیاینې رییس نجیب الله وردګ د وزارت د رهبرۍ ترسره شوې کړنې او پلانونه د وزارت، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو لپاره اغېزناک وګڼل وویل، چې د اصلاحاتو لړۍ د دوام او ملاتړ او دې قشر ته د نورو اسانتیاوو او امکاناتو د برابرولو په برخه کې به په مشترکه توګه همکاري وکړي، تر څو پاتې ستونزې هم هوارې او بشپړه روڼتیا رامنځته شي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS