Meeting led by Zabihullah Ishaqzai Director of Plan and Policy of this Ministry about implementing six-month plans

mmd_admin
Thu, Jun 27 2019 10:47 AM
عکس جلسه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس ښاغلي ذبیح الله اسحاقزي په مشرۍ د دې وزارت د شپږ میاشتني پلان د تطبیق په اړه جلسه ترسره شوه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو د دولت وزارت د راتلونکو شپږو میاشتو کاري پلان د جلالتماب جمهور رییس په لارښوونه ترتیب او د تطبیق په موخه یې د دې وزارت د مختلفو برخو له مسولینو سره ناسته وشوه. په دې ناسته کې د نظریاتو د تبادلې تر څنګ د ټولو اړوندو برخو مسولینو ته دنده وسپارل شوه، چې پر خپل وخت برخو اړوندو برخو کې اجراآت وکړي او د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور د دې وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست، چې مشري یې د ښاغلي ذبیح الله اسحاقزي په غاړه ده، وړاندې کړي.

د دغه شپږ میاشتني پلان له عملي کېدو سره به د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د کورنیو په ژوند، زده کړو، روغتیا، ځان بسیاینې، لوړو زده کړو او... برخو کې د پام وړ مثبت تغییرات احساس شي. 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS