د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی د حقوقو د ورکړې پروسې ساده کولو په اړه ناسته وشوه

mmd_admin
Tue, Aug 20 2019 2:54 PM
۱


د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی د حقوقو د ورکړې پروسې ساده کولو په اړه ناسته وشوه

نن سه شنبه (د زمري ۲۹) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د جلالتماب جمهور رییس د حکم پر اساس د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب، د خزاینو عمومي رییس ښاغلي اختیار ولي، د کورنیو چارو وزارت د مالي او بودیجې عمومي رییس ښاغلي نصیر زید، د مالیې وزارت او د ملي امنیت شورا استازو سره په خپل کاري دفتر کې د شهیدانیو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د پیسو ورکړې سیستم د ساده کولو، آسانه کولو او روڼتیا په موخه غونډه وکړه.

په دې ناسته کې د یادو ادارو ټولو استازو د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی د حقوقو ورکړې سیستم د اسانه کولو او دې برخه کې د روڼتیا رامنځته کولو په مختلفو لارو چارو او مېکانېزمونو د هر اخیز بحث او نظریاتو شریکولو تر څنګ یو لړ تدابیر ونیول.

ښاغلي آریوبي ټینګار وکړ، چې د یاد سیستم د ساده کولو چارې باید د ټولو اړوندو ادارو په همغږۍ او همکارۍ ژر پیل او عملي شي، تر څو د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS