د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئیس د دې‌ ولايت د سره صليب د کمېټې له رئيس سره وکتل

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۸:۱۲
mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په دې ولايت کې د سره صلیب کمېټې له رئيس محترم فتح محمد واحدي سره وکتل، په دې کتنه کې د بلخ ولايت په مرکز او ولسوالېو کې معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو جوړولو، د‌ ويلچرونو چمتو کولو، د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د نغدي پور ورکولو او هغوی ته د حرفوي زده کړو د زمينې برابرولو په هکله خبرې وشوې او په اړوند یې وړانیزونه شریک کړای شول.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت د سره صلیب کمېټې رئيس هم ژمنه وکړه چې دوی به پورتنۍ غوښتنې له خپلو مسؤلینو سره شریکې کړي او یادو غوښتنو ته به پوره رسیدګي وشي.

همداراز د دې ولايت د سره صليب کميټې د ترسره شويو فعاليتونو او کړنو څخه هم ليدنه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

یاده غونډه چې د تخار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي فضل الحق رسا په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د ولسوالېو مدیرانو او د یاد ریاست اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۱:۴۹
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

یاده غونډه چې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په مشرۍ ترسره شوه په هغه کې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې په ترڅ کې د هلمند ولایت د شهیدانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

په تخار ولايت کې (۲۰۰) تنومستحقو یتیمانو سره مرسته ترسره شوه

د تخار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولايت کې پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې وویشلې. په دې مرستو کې هر مستحق یتیم ته. . .

BACK TO NEWS