د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه
یاده غونډه چې د تخار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي فضل الحق رسا په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د ولسوالېو مدیرانو او د یاد ریاست اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه محترم مولوي فضل الحق رسا په ۱۴۰۳ مالي کال کې د دې ریاست پر موخو، پلانونو، په روان کال کې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو، د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د منظور شوې طرحې سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت پروسې، د ترتیب شوي لیست پر اساس د کور په کور د تصفیې پروسې پر څرنګوالي او همداراز مستحقو کسانو ته د پر وخت او غوره خدمتونو وړاندې کولو په هکله خبرې وشوې.
نوموړي همداراز د ياد رياست له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه يو الهي امانت وګڼي او له هر ډول فساد، سرغړونې، غیر قانوني کارونو او غفلت څخه په کلکه ډډه وکړي.
همداراز هغه په یاده غونډه کې د ولسوالېو مدیرانو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د امکان په صورت کې به ورته رسیدګي وشي.