Notice for Educational Scholarships

mmd_admin
pic

د بهرنیو تحصیلي بورسونو خبرتیا

هغه معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو وارثین، چې په ۱۳۹۷ کال او یا له دې وړاندې کلونو کې فارغ شوي وي او د ثانوي زده کړو دورې د نمرو سلنه یې لږ تر لږه ۷۰ وي له خپلو ټولو اسنادو ( د تابعیت تذکره، د دولسم ټولګي شهادت نامه، خپل د معلولیت کارت، د پلار د شهادت کارت او د وثیقې کاپي، چې د درخواست کوونکي نوم پکې لیکل شوی وي) سره دې په مرکز "کابل" کې د معلولینو او شهیدانو وارثینو د ټولنیزو او ملاتړو چارو تنظیم ریاست او په ولایتونو کې دې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت اړوندو آمریتونو ته مراجعه وکړي.

د خپلو چارو د ځنډولو او ناوخته ګډون له کبله ښایي بیا د شکایت حق نه لرئ!