د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې نوی آمر معرفي شو

asad_admin
Sun, May 10 2026 9:43 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي سید محمد ابوعرفان د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته معرفي او خپلې چارې پیل کړې.

د نوي آمر د معرفي په غونډه کې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج او کارکوونکو حضور درلود.

محترم مولوي عبدالحکیم دانش د محترم مولوي سید محمد ابو عرفان تېرې کارنامې او لاسته راوړنې وستایلې او هغه ته یې په چارو کې د لا بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

همداراز محترم مولوي محمد نبي وهاج د اداري سلسله ‌مراتب مراعاتول، په چارو کې همغږي، د ژمنتیا درلودل او په اخلاص سره د کارونو سرته رسول اداري اصول وباله او نوي آمر لپاره یې د ښه خدمت کولو هیله څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS