په ننګرهار ولایت کې پر (۵۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې د مرستو وېش

asad_admin
Wed, Dec 31 2025 9:36 AM

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په خوګياڼو او چپرهار ولسوالیو کې پر (٥٠٠) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې د اوړو، وریجو، غوړيو او د ځینې نورو خوراکي موادو ترڅنګ، د حفظ الصحې توکي هم شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.

یادې مرستې د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلينو  او د خیریه مؤسسې د استازو په شتون  کې پر مستحقو کسانو ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یادې خیریه مؤسسې په همکارۍ له (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره کړې وې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS