د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري پر (۷۰۶) مستحقو کورنيو باندې د قربانۍ غوښې وویشل شوې

asad_admin
Sat, Jun 14 2025 10:10 AM

د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍد کابل ولايت اړوند د شهيدانو، معلولينو او مهاجرينو پر (۷۰۶) مستحقو کورنيو باندې د قرباني غوښې ووېشلې.

د یادو مرستو د وېش بهیر د ټولنیزو خدمتونو د‌ تنظیم رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د‌ ټولنیزو خدمتونو د‌ تنظیم آمر محترم صفي الله سدید او د مؤسسې د مسؤلينو په شتون کې په منظم او عادلانه ډول ترسره شو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لوی اختر د لومړۍ او دوهمې ورځې په مناسبت هم، د یو انسان دوستانه او د خواخوږۍ ډک اقدام په ترڅ کې، د قربانۍ غوښې، زرګونو تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او نورو اړمنو کسانو ته وویشلې. دا ارزښتناک نوښت د دې لپاره ترسره شو چې یادې کورنۍ د لوی اختر په خوښیو کې شریکې شي او هېڅوک د دې مبارکو ورځو له برکته او خوښیو څخه بې‌ برخې پاتې نه شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS