محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي کړ

asad_admin
Tue, May 27 2025 10:21 AM
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم قاري شمس الامین زهیر د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني لخوا کارکوونکو ته معرفي او خپل دنده یې رسماً پیل کړه.

د معرفي په دې مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د کورنۍ  پلټنې رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.

محترم قاري شمس الامین زهیر تر دې وړاندې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او په دې په موده کې یې چارې په پوره بریالیتوب سره ترسره کړې دي. 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS