د ۳۳ ولایتي استازو لپاره د ډېټابېس او راپور لیکنې دوه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد

mmd_admin
Mon, Sep 02 2019 10:02 AM
۱

د ۳۳ ولایتي استازو لپاره د ډېټابېس او راپور لیکنې دوه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د ۳۳ ولایتونو استازو ته د دوی د کاري ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د دغه ورکشاپ موخه ظرفیت لوړونه او په راپور لیکنه کې د روڼتیا رامنځته کول و، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې دولت وزارت په انګړ کې جوړ شوی و.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلی دل آقا صوفی زاده د ورکشاپ پرانیسته وکړه، وویل: غوره مو وګڼله، چې تاسو ته د راپور لیکنې دوه ورځینې ورکشاپ جوړ کړو، تر څو له ولایتو څخه دقیق راپورونه تر لاسه او کارونو په مشترکه او ښه توګه ترسره شي.
دغه راز د وزارت تخنیکي آغلې جمیله نورستانۍ له ګډونوالو مننه وکړه، او وویل، چې دلته تاسو به تاسې د ډېټابیس او راپور لیکني په اړه نوي معلومات ترلاسه کړئ، هیله ده په ولایتونو کې له خپلو کارکوونکو سره شریک او سالمه ګټه ترې پورته کړئ.
د وزارت د بایومتریک سیستم مسول ښاغلي شکرالله اکسیر د یوه پرزېنټشن له لارې د ورکشاپ ګډونوالو ته د الکترونیکی سیستم، بایومتریک پروسې، یوزر ډېټا انټرۍ، د محاسبې تثبیت او بانکي حسابونو په اړه معلومات وړاندې کړه.
د یاد ورکشاپ دویمه او وروستۍ ورځ راپور لیکنې ته ځانګړي شوې وه، چې د (COMAC) موسیسې مشاورینو د ظرفیت لوړوني په موخه ګډنوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړه.
د څارنې او ارزونې آمر ښاغلی نصیر شرف عبدالرحیمزي د نوي راپور لیکنې او چک لیستونو اړوند معلومات ورکړه .
د ورکشاپ په پای کې د وزارت له لوري د ورکشاپ ټولو ګډون والو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

د انځورونو د لیدو لپاره دلته کلیک وکړئ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS