د بغلان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
mmd

د بغلان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د بغلان ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت (۲۰۷۱) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۱۳۱۹۱۷۱۹۹) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. پاتې (۸۱۰) شهیدانو ته (۲۴۹۷۴۶۷۱۷) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې او د کاري پروسې له بشپړېدو سره به یې حقوقو بانکي حسابونو ته ولېږدل شي.
(۴۱۸) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۲۶۲۵۶۵۲۸) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۴۸) معلولینو حقوق هم د پروسس په حال کې دي او (۳۲۵۰۱۰۲۳) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې ده.
د (۳۸۲۷) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي. د کاري پروسې له بشپړېدو سره به د ټولو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته ولېږدول شي. دوی ته (۱۴۳۷۱۴۸۷۸) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
د (۴۲۸۷) ملکي معلولینو حقوق د پروسس په حال کې دي. دوی ته (۲۲۱۸۲۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

Latest announcements

Sat, Dec 14 2019 1:19 PM
Background image

Examination of Scholarships and Completion Processes Submitted to the MHE

Examination of Scholarships and Completion Processes Submitted to the Honorable Ministry of Higher Education

Thu, Nov 28 2019 9:52 AM
Background image

Bachelor scholarships for Heirs of Martyrs & Disable people (Civilians)

India has announced 35 Bachelor scholarships for Heirs of Martyrs & Disable people (Civilians)

Thu, Nov 28 2019 9:45 AM
Background image

Bachelor Scholarships for Heirs of Military Martyrs

India has announced 377 Bachelor Scholarships for Heirs of Military Martyrs

Back to announcements